اولس مشر ممنون حسین ”سولر ماشومانو” له د ښه طبی اسانيو وركولو سپارښتنه د ناروغتيا تشخیص او ښه درملنې لپاره غوره تحقیق او د پرمختلليو هيوادونو طبې ادارو سره دې هم مشاورت وكړې شي

اسلام آباد 12 مئی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسین ”سولر ماشومانو ” له د غوره طبی اسانيو وركولو سپارښتنه كولو سره په دې خبره زور راوړے چې د دې ناروغتيا تشخیص او ښه درملنې لپاره دې غوره تحقیق او د پرمختلليو هيوادونو طبی ادارو سره هم مشاورت وكړې شي۔ ده دا خبرې د زيارت پھ ورځ د بلوچستان سره تعلق لرونكو ځپلې شويو ماشومانو (سولر ماشومانو) شعیب احمد او عبدالرشید سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ایوان صدر كښی د خپل مور او پلار سره اولس مشر سره وليدل۔ د كيډ دوهم وزير ډاکټر طارق فضل چوهدری، د كيډ سیکتر حسن اقبال او د شهید ذوالفقار علی بھټو میډیکل پوهنتون وائس چانسلر پروفیسر جاوید اکرم هم پھ دې مهال موجود وو