اولس ته ريليف وركولو لپاره دې د ټېكسونو نور بوج اچولو په ځاے آٶټ آف باكس سلوشنز تجويز كړے شي. د وزيراعظم عمران خان اقتصادي مشاورتي كونسل ته سپارښتنه

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان اقتصادي مشاورتي كونسل ته سپارښتنه كړې چې اولس ته ريليف وركولو لپاره د ټېكسونو نور بوج اچولو په ځاے آٶټ آف باكس سلوشنز تجويز كړئ او معاشي استحكام او پائيدار پرمختګ لپاره روډ مېپ وړاندې كړئ. ده دا سپارښتنه د زيارت په ورځ د اقتصادي مشاورتي كونسل غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړو. وزيراعظم عمران خان د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو. وزيراعظم په كونسل كښې د ټولو غړو هركلې كولو سره د خزانې وزير ته هدايت وكړو چې د هېواد معيشت په اړه دې په مهمو معاملو د تجويزونو وړاندې كوونكي دې كونسل مكمل فعاليت باوري كړے شي. وزيراعظم ووئيل د اقتصادي مشاورتي كونسل جوړولو مقصد د هېواد معيشت لپاره د پوهانو د تجويزونو څخه استفاده كول دي. وزيراعظم د معاشي ستونزو ذكر كولو سره ووئيل د سختو معاشي حالاتو تر مخه اولس ته ريليف وركولو لپاره د ټېكسونو نور بوج اچولو په ځاے آٶټ آف باكس سلوشنز تجويز كړئ. وزيراعظم ووئيل د حكومتي هڅو په نتيجه كښې كاروباري فضا ښه شوې او كاروباري اعتماد بحال شوے. ده ووئيل حكومت هر ډول ممكنه هڅې كوي چې د بزنس كميونټي په مشاورت نه يوازې پالېسې تشكيل كړي بلكې د دې پالېسو تسلسل هم باوري كړے شي. وزيراعظم په دې موقع په اېف بي آر كښې د روانو اصلاحاتو ذكر كولو سره ووئيل د ټېكسونو په نظام كښې اصلاحات، نظام اسان او فعاله كولو ته حكومت پام لرنه كوي