انګلستان له د ھغوي په خاوره ماتې وركول ګران كار دے۔شاهد خان آپريدۍ

اسلام آباد 14 جون(اے پي پي)د قامي ټي ټونټي كركټ لوبډلې پخواني كپتان او آل راٶنډر شاهد خان آپریدي وئيلي دې انګستان له د ھغوي په خاوره ماتې وركول ګران كار دے كه ګرېن شرټس سيريز يو برابر كړي نو دا به كاميابي وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه آل راٶنډر شاهد خان آپریدي خپل يو بيان كښې كړې۔ ده ووئيل په انګلېنډ كښې ھغوي ته ماتي وركول ممكنه نه ده خو بيا هم مونږ له همت نه دي بېلل پكار۔ ۔ده ووئيل د چيف سلېكټر انضمام الحق د لخوا د ځوانانو په ډله كښې د شاملولو پرېكړه دیره سود منده ده خو چې كله هم زما ضرورت پېښ شي زه به حاضر يم۔ده ووئيل زه فټ يم او دوه درې كاله به لوبه كوم۔ د يادونې وړ ده چې د پاكستان كركټ لوبډله به راتلونكې مياشت انګستان ته ځي چرته چې به څلور ټېسټ ٬ 5 يو ورځنۍ او يو ټي ټونټي سيالۍ كولې شي۔