انډونيشيا كښې د 5.2 شدت زلزله

جکارته۔24 فروری(اے پی پی) د انډونیشیا ټوبیلو ښار كښې د 5.2 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي ۔ د چين خبر رسنې ادارې د امریکې جیالوجیکل سروے تر مخه وئيلي دي د انډونيشيا ټوبيلو ښار په قطبي لوئيديز كښې 178 کلومیټره لرې د ځائي وخت له مخې تېره شپه 25 دقيقې د پاسه 10 بجې د زلزلې جړقونه محسوس شول۔ په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 5.2 ریکارډ كړے شو۔ د زلزلې مركز 49.53 كلوميټره په زمكه كښې ژور ؤ۔ د زلزلې نه وروست د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې