انډونيزيا كښې د 6.2 شدت زلزله٬ 34 كسان مړه يو شمېر ژوبل

جکارته 15 جنوري(اے پي پي) د انډونيزيا په سلاوېسي جزيره كښې د 6.2 درجې شدت زلزله راغلې ده چې په نتيجه كښې ئې 34 كسان مړه او يو شمېر ژوبل شوي او د روغتون د ودانۍ لوېدو په سبب يو شمېر رنځوران او د عملې غړي د ملبې لاندې ګېر شوي۔ د زلزلې له امله يو شمېر ودانيو ته زيان هم رسېدلے۔د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د امريکي جيالوجيکل سروے په دې لړ كښې وئيلي دي په ياده شوې جزيره كښې سهار وختي د زلزلې جړقونه محسوس شوي او د زلزلې مركز د جزيري ماموجو ښار نه سوئيل اړخ ته 36 كلوميټره لرې او 18 كلوميټره په زمكه كښې ژور ٶ۔ د نېشنل ډيزاسټر ميټي ګيشن اتھارټي چارواكو وئيلي دي د زلزلې له امله د مرګ ژوبلې شمېره د زياتېدو اندېښنه ده۔۔ د يادونې وړ ده په كال 2018 كښې په سلاوېسي جزيره پالو سيمه كښې د 7.5 شدت زلزلې له امله 4300 نه زيات كسان مړه او بې دركه شوې وو۔ د ميټرولوجي ايجنسي مشر خبردارے وركړر چې د زلزلې نه پس آفټر شاكس راتللے شي بايد وګړي سمندر او ساحل ته د تګ نه ډډه وكړي۔