انټر ريجنل وېمن نېټ بال جام د پېښور لوبډلې وګټلو

پېښور 06 مئي (اے پي پي) انټر ريجنل وېمن نېټ بال جام د پېښور لوبډلې وګټلو۔ په ريجنل وېمن ګېمز كښې په آخري ورځ د نېټ بال په فائنل كښې د پېښور لوبډلې د هزارې لوبډلې په مقابله كښې 7 ګولونه وكړل او د جام بريالۍ ډله وګرځېدله۔ په دې موقع د خېبر پښتونخوا د سپورټس اېسو سي اېشن صدر سناتور حاجي غلام غلي د دواړو لوبډلو لوبغاړو ته مېډالونه او ټرافۍ وركړې۔ د يادونې وړ ده چې په دې جام ډېرې روپۍ لګول شوې دي خو بيا هم منتظمين په مطلوبه نتيجو ترلاسه كولو كښې پاتې راغلي۔