انجينئرنګ پوهنتون كښې داخلې لپاره انټري ټېسټ به د اګست په لومړۍ نېټه كېږي

پېښور18جون (اے پي پي) د پېښور انجينئرنګ پوهنتون كال 2021م لپاره د ايټا ټېست داخلې شېډول اعلان كړو۔ د پوهنتون انتظاميي لخوا د جاري كړې شوې اعلاميې له مخې ټېسټ لپاره آن لائن رجسټرېشن به تر 20م جولائي جاري وي او انټري ټېسټ به د صوبو په ټولو سنټرو كښې د اګست په لومړۍ نېټه كېږي۔