انتونيو ګوټرېش په دارفر سيمه كښې په زيات شوي اړي ګړي د اندېښنې څرګندونه وكړه

ملګري ملتونه 18 جنوري(اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېش د سوډان په دارفر سيمه كښې په زيات شوي اړي ګړي د اندېښنې څرګندونه كولو سره ځائي چاواكو څخه غوښتنه كړې چې ھغوي د وګړو تحفظ او د اړي ګړي خاتمې لپاره هڅې وكړي۔ د ميديا رپورټس له مخې د تېرې اوونۍ په پائې كښې په دار فر سيمه كښې په شريكو فرقه وارانه شخړو كښې د مېرمنو او كوچنيانو پشمول 83 كسان مړه او د يونيم سلو نه زيات ژوبل شوي او په دې شخړو كښې د يو شمېرو خونو ړنګېدو له امله نزدې 50 زره كسان بې كوره شوي۔ وياند په جاري بيان كښې ووئيل ګوټرېش د سوډان چارواكو څخه د اړيې ګړي خاتمې او د صورتحال بهترۍ لپاره د هلو ځلو كولو غوښتنه كړې ۔ ده مطالبه وكړه چې چارواكي دې د وګړو تحفظ لپاره د حكومت د نېشنل اېكشن پلان له مخې په دارفر كښې د امن او امان بحالي ٬ د اړي ګړي خاتمه او د وګړو تحفظ باوري كړي۔ عمومي سېكتر ځپليو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كولو سره د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔ د يادونې وړ ده په سوډان كښې د ملګرو ملتونو د افريقې امن مشن (يو اېن اے اېم آئي ډي) د تېر كال په پائې كښې ختم شوے او د مشن د منسوخ كولو عمل تر جون كال 2021 د بشپړېدو امكان دے