امن مخالف اسپائيلرز ته ماتې وركولو له بين الافغان مذاكرات د نتيجې وړ پكار دي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي

APP12-180621 ANTALYA: June 18 - Foreign Minister, Makhdoom Shah Mahmood Qureshi being received by Chairman of Afghan High Council for National Reconciliation Abdullah Abdullah on the sidelines of Antalya Diplomacy Forum (ADF). APP

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي امن مخالف اسپائيلرز ته ماتې وركولو له بين الافغان مذاكرات د نتيجې وړ پكار دي٬د امن عمل كاميابۍ لپاره مونږ ټولې افغان مشرتابه سره رابطه كولو كښې خوښي لرؤ۔ دا خبره ده د انطاليه سفارتي فورم په موقع د جمعې په ورځ په تركيه كښې د افغانستان د قومي مفاهمت اعلٰی كونسل چيئرمېن عبدالله عبدالله سره ملاقات كښې وكړه۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د افغان امن عمل پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ خارجه وزير د قامي مفاهمت اعلٰی كونسل چيئرمېن ته ووئيل مونږ ټولې افغان مشرتابه سره رابطه لرلو كښې خوښي لرؤ دغسې چې افغان امن عمل او دوه اړخيزه اړيكې په ښه ډول مخ په وړاندې لاړې شي۔ده ووئيل امن مخالف اسپائيلرز ته ماتې وركولو له بين الافغان مذاكرات د نتيجې وړ پكار دي