امريکائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د كشمير كشالې هوارولو لپاره د ثالثۍ وړاندېز وكړو

APP56-22 WASHINGTON: July 22 - Prime Minister Imran Khan meeting with US President Donald Trump at White House on Monday. APP

واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) امريکائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د كشمير كشالې هواري لپاره د ثالثۍ وړاندېز كولو سره وئيلي دي چې كه د كشمير كشالې هواري كښې څه كردار ترسره كولې شي نو دا به زما لپاره ډېره د خوشحالۍ خبره وي٬ پاكستان يو عظيم هېواد دے٬ عمران خان د پاکستان ډېر مقبول وزيراعظم دے، پاکستان افغان امن عمل مخ په وړاندې بوتللو كښې مهم مهم كردار لوبوي٬ زمونږ ملاقات ډېر ګټور ٶ او وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې هند سره خبرو اترو له چمتو يو٬ پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې 70 زره ځاني قربانۍ وركړې دي٬ افغان مسئله هېڅ پوځي حل نه لري٬ د افغان مسئلې حل هم د مذاكراتو د لارې ممكن دے ٬ مونږ افغان امن لوظنامې ته نزدې رسېدلې يو۔ د ګل په ورځ سپينې ماڼۍ كښې د ګډې خبري كنفرنس ته وېنا كولو سره امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ ووئيل وزيراعظم عمران خان سره په ملاقات كښې د هند او افغانستان پحقله خبرې شوې او مونګ د افغانستان د صورتحال پحقله تفصيلي خبرې كړې دي، د پاکستان او هند ترمېنځه ثالثۍ لپاره هر وخت چمتو يم ٬ د اوږدې مودې راهسې راروانې مسئلې هوارۍ لپاره به په ثالثۍ ډېر خوشحاله يم۔ ده ووئيل پاکستان سره زمونږ اړيكې ډېرې مهمې دي٬ زما د يو شمېر ښو ملګرو تعلق پاكستان سره دې۔ده ووئيل پاکستان د افغان مسئلې هواري لپاره زمونږ بشپړه مرسته كوي٬ هيله لرو چې په لنډه موده كښې به د پاكستان او امريكې ترمېنځه تجارت زيات شي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل زه د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ په بلنه امريكې ته راغلې يم٬ اولس مشر ټرمپ سره ډېر په خوشګوار ماحول كښې خبرې شوې دي٬ دواړه هېوادونه په بېلا بېلو چارو بشپړه همكاري لري٬ امريکا طاقتور هېواد دې٬ نيمه اوچه كښې امن لپاره كردار ډېر مهم دے ٬ د اولس مشر ټرمپ په مشرۍ كښې امريکا پاکستان او هند يو بل ته نزدې كولې شي ۔ ده ووئيل مونږ هند سره خبرو اترو له چمتو يو٬ افغان مسئله پوځي حل نه لري٬ د افغان مسئلې حل هم د مذاكراتو د لارې ممكن دے ٬ مونږ افغان امن لوظنامې ته نزدې رسېدلې يو٬ افغان جنګ له امله ګڼ شمير وګړي ځپلې شوې دي٬ زمونږ كردار طالبان او افغان حکومت د مذاکراتو مېز ته راوستل دي٬ د افغان مسئلې حل لپاره مهم دور روان دې٬ افغانستان كښې امن او استحكام د پاكستان په ګټه دے ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان 70 زره ځاني قربانۍ وركړې دي٬ ترهګرۍ له امله زمونږ معيشت ته د 150 اربه ډالرو زيان رسېدلې۔(ګ ل