امريكې كاناډا له د كورونا وېكسين 10 لكهه خوراكونه وركړل

واشنګټن 18جون (اے پي پي) امريكې كاناډا له د كووډ -19 وېكسين 10 لكهه خوراكونه وركړي دي۔ د چين خبر رسني اداري له مخي د امريكې خارجه وزير اينټوني بلنكن ووئيل امريكې تېره ورځ كاناډا له د كورونا وېكسين 10 لكهه خوراكونه وركړي دي۔ اينټوني بلنكن په خپل ټويټ كښې وئيلي چې په كورونا وائرس قابو موندلو له روان كمپائن كښې امريكا برخه اخلي او مونږ خپل ملګري هېواد كاناډا له 10 لكهه وېكسين خوراكونه وركړي دي