امريكا كښې د كورونا وائرس رونځورانو شميره 2 كروړ88 لكهه څخه زياته شوه

واشنګټن 23 فروري (اے پي پي) امريكا كښې كورونا وائرس رنځورانو شميره 2 كروړ88 لكهه څخه زياته شوب دغسې هېواد كښې د مړو شميره 5 لكهه 12 زره څخه زياته شوې ۔ د نهې په ورح د امريكې ميډيا له مخې امريكا كښې د كورونا وائرس ځپليو او مړو شوو كسانو شميره پرله پسې زياتيږي ۔28826307 مصدقه ځپليو سره امريكا دا مهال نړۍ كښې د كورونا وبا تر ټولو لوي مركز دے، د كورونا وائرس وړومبۍ او دريمې چپې په مهال هېواد كښې زيات كسان مړه او ځپلې شوي۔ امريكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره دنيا كښې د كوم هم هېواد څخه زياته ده۔ د امريكې د روغتيا محكمې له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 2 كروړ88 لكهه 26 زره څخه زيات كسان ځپلې شوي۔