امريكا كښې د كورونا وائرس د لاسه 3 لكه 94 زره نه زيات كسان مړه شول

واشنګټن۔14جنوری(اے پی پی)امریکا كښې د كورونا وائرس وباﺀ ځپليو شمېره 2 کروړه 36 لکه نه زياته شوې۔ ګرد هېواد كښې د دې وباﺀ د لاسه 3 لكه 94 زره نه زيات كسان مړه شوي۔ د زيارت په ورځ د امريكي ابلاغ ذريعو له مخې د كورونا وائرس د ځپليو مجموعي شمېره 23616345 او د فعاله ځپليو 9247381 ته رسېدلې۔ امريكا كښې د دې وائرس د لاسه د مړو او فعاله كسېونو شمېره پرله پسې زياتيږي۔ امريكا د نړۍ د كورونا وائرس تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے۔ دوه كروړه 36 لكه نه زياتو ځپليو سره امريكا دا مهال نړۍ كښې د كورونا وائرس وباﺀ تر ټولو لوي مركز دے۔ امريكا كښې د دې وباﺀ د لاسه تر دې دمه 3 لكه 94 زره كسان مړه شوي۔ بلخوا د دې وائرس نه تر دې دمه 13975036 ځپلي روغ شوې هم دي۔ دا خبره دې ياده وي ګرده نړۍ كښې د كورونا وائرس د لاسه تر دې دمه 19لکه 87 زره نه زيات كسان مړه شوي۔