امريكا د افغانستان څخه ستنيدو نه پس به د تركيې ذمه وارۍ نوري هم زياتي شي، صدر ادروان

انقره 18 جون (اے پي پي) د تركيې صدر رجب طيب اردوان وئيلي دي چې امريكا افغانستان څخه ستنيدو نه پس به د تركيې ذمه وارۍ نوري هم زياتي شي، اېس۔400 او اېف ۔35 الوتكو په معامله كښې د تركيې موقف بدليدې نشي۔د تركيې نشرياتي ادارې له مخي انقره كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې صدر رجب طيب اردوان ووئيل د امريكې صدر جو بائيډن څخه د تركيې اېس 400 او اېف 35 الوتكو په سرخط بيل اقدام كولو څه سوال نه پيدا كيږي۔ده ووئيل د تركيې اېف۔ 35 او اېس 400 په سرخط بيل اقدامات كولو سوال نه شي پيدا كيدې۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ ښكار شوي اتحادي هېوا سره د مرستي په ځائې د ترهه ګر تنظيمونو ملګرتيا كول يوه تاريخي غلطي ده،امريكا د افغانستان څخه ستنيدو نه پس به د تركيې ذمه وارۍ نوري هم زياتي شي۔