افغان ولايت قندھار كښې د امنيتي عسكرو عمليات ٬ 10 ترهګر ووژلے شول

کابل ۔22فروری(اے پی پی) د افغانستان سوئيلي ولايت قندهار كښې د امنيتي پوځ عملياتو په مهال 10 عسكريت خوښي وژلې شوي ۔ د چين خبر رسنې ادارې د افغان ډيفنس وزارت تر مخه وئيلي شوي د افغانستان سوئيلي ولايت قندهار كښې د امنيتي عسكرو عملياتو په مهال وژلے شوو 10 عسكريت خوښو كښې 4 بهرني جنګيالي هم شامل وو۔ د امنيتي عسكرو دا عمليات د قندهار په ختيزه ارغستان سيمه كښې تېره شپه پېل شوي د كومو په مهال چې افغان پوځ د مائينونو په شمول د چاؤدېدونكو توكو جوړونكې يوه كارخانه هم ويجاړه كړې