افغانستان كښې چاؤدنه ، د يوې كورنۍ 10 كسان مړه شول

کابل۔25فروری(اے پی پی) د افغانستان اورزګان ولايت كښی د يو وېن انجڼ هغه مهال وچاؤدلو كله چې هغې ته اوبه ننوتلې۔ د چاؤدنې سره سمدستي په ګاډي اور ولګېد چې په نتيجه كښې ئې ګاډي كښې ناست د يوې كورنۍ لس كسان مړه شول۔ د نجي نيوز چېنل له مخې د اورزګان پوليس وېنا ده دا كورنۍ د ښادۍ يوه دستوره كښی د ګډون كولو نه وروستو بېرته خپل كور پلو روانه وه۔ د دوي ګاډې هلمند درياب كښې ګېر شوے ؤ ۔ د پوليس وياند له مخې اوبه دومره تندې او ډېرې وې چې هغه انجڼ ته ننوتلې ۔ هغه ووئيل انجڼ د اوبو د فشار له امله وچاؤدلو او په ګاډي اور ولګېد چې په نتيجه كښې ئې د يوې كورنۍ لس كسان په ځاے مړه شول۔ په مړو شوو كښې 3 كوچنيان هم شامل دي۔ ناوك او ناوې په بل ګاډي كښې ناست وو ځكه هغوي سلامت پاتې شوي