افغانستان كښې د سور صليب تښتول شوي درې ډاكټران خوشې كړې شول

کابل ۔ 17 جولائی (اے پی پی) افغانستان كښې د سور صليب تښتول شوي درې ډاكټران خوشې كړې شوي دي۔ د ميډيا راپورونو ترمخه طالبان عسكريت خوښو د رېډ كريسنټ سوسائټۍ درې ډاكټران قطبي افغانستان څخه درې ورځې وړاندې تښتولي وو۔ د ډاكټرانو د خوشې كېدو تصديق د صوبې سرائے پل ګورنر وياند كړے۔ دا ډاكټران د سيد ضلعې يو كلي څخه هغه مها اوچت كړې شوې وو كله چې دوئي رنځورانو ته طبي مرسته وركوله۔