افغانستان كښې امن د پاكستان پشمول په ټوله منطقه كښې امن لپاره ضرورې دے ۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د افغان صدر خاص نمائنده عمر داؤدزئي سره ملاقات كښې خبرې

APP60-250221 ISLAMABAD: February 25 - President Ghani’s Special Envoy Muhammad Umer Daudzai called on Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi at Ministry of Foreign Affairs. APP

اسلام آباد 25 فروري(اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان د جامع سياسي خبرو اترو د لارې د افغانستان مسئلې سياسي حل له خوښي لري٬ افغانستان كښې امن د پاكستان پشمول په ټوله منطقه كښې د امن لپاره ضرورې دے ۔دا خبره ده د د افغان صدر خاص استازي محمد عمر داودزئي سره په خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې ده سره ملاقات كولو ۔د ملاقات په مهال د افغان امن عمل٬نړيوال افغان مذاكرات٬د منطقې صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔خارجه وزير ووئيل پاكستان شريكه ذمه واري ترسره كولو سره افغان امن عمل كښې مصالحانه كردار ادا كوي۔شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان په افغانستان كښې د تشدد په زياتوالي اندېښنه لري ٬ضرورت د دې خبرې دے چې ټولې ډلې په تشدد كښې كمے راوستلو لپاره خبرې اترې مخ په وړاندې بوتللو له خپل كردار تر سره كړي۔خارجه وزير ووئيل افغانستان كښې امن د پاكستان پشمول په ټوله منطقه كښې د امن او امان لپاره ضرورې دے۔خارجه وزير ووئيل پاكستان به په افغانستان كښې د امن بحالۍ نه وروستو دافغانستان رغونې او پرمختګ لپاره خپلې هڅې روانې ساتي ۔د افغان صدر خاص استازي عمر داؤدزئي د خارجه وزير مننه كولو سره په افغانستان كښې د امن لپاره د پاكستان مصالحانه هڅو ستائنه وكړه۔خارجه سېكرټري سهيل محمود او افغانستان لپاره د وزيراعظم خاص استازے سفير محمد صادق هم په دې موقع موجود وو۔