افغانستان، د كرونا وائرس رنځورانو لپاره د څلورم روغتون پرانسته

کابل18جون (اے پي پي) د افغانستان پايه تخت كابل كښې د كورونا وائرس رنځورانو لپاره د څلورم كرونا روغتون پرانسته شوې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د افغان د صحت وزارت خپل يو بيان كښې وئيلي دي د 50 بسترو روغتون كښې د آكسيجن تيارولو آلات٬ اېمرجنسي سېكشن او نور طبي سامان موجود دے او دا روغتون د كابل په ختيزه سيمه كښې احمد شاه باب مېنا كښې د كورونا رنځورانو لپاره وقف كړے شوے دے۔ صحت وزارت خپل بيان كښې زياته كړې ده چې د كورونا د نوې روغتون پرانسته د ځائي رنځورانو درملنې لپاره ډېره ضروري وه او دا روغتون په داسې وخت كښې جوړ كړے شوے دے كله چې افغانستان د كورونا وېرس درېمې چپې څخه تېرېږي