اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال او د سي پېك اتهارټۍ چيئرمېن عاصم سليم باجوه هيوي ميکنيکل کمپلېکس ټېکسلا كښې دستورې ته وېنا

اسلام آباد ۔ 18 جون (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال او د سي پېك اتهارټۍ چيئرمېن عاصم سليم باجوه وئيلي دي د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) منصوبو سره به د معاشي پرمختګ نوے دور پېل شي۔ فېز ټو كښې به د رېلوے انفراسټركچر ته وده وركولے شي، د چين شپږو كمپنيو سره د پاكستان نورې لوظنامې شوي، په اېچ اېم سي كښې نوې سرمايه كاري كېږي، لوظنامو سره به صنعتونه وده ومومي۔ د دې خيالاتو څرګندونه عاصم سليم باجوه په هيوي ميکنيکل کمپلېکس ټېکسلا كښې دستورې ته وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د سي پېك دوېم پړاٶ له مخې به د رېل پټلۍ غزولې شي٬ حوېلو كښې به ډرائي پورټ جوړولے شي٬ د رېل ټولې پټلۍ به بدلولې شي او دې اقداماتو سره به رېلوے ګټوره ادارې جوړه شي۔ ده ووئيل چين پاكستان كښې په سرمايه كاري كول غواړي چې ورسره به دواړو هېوادونو ته ګټه ورسي۔ ده ووئيل سي پېك د دواړٶ هېوادونو د ورورولۍ د اړيكو عكاس ده۔ عاصم سليم باجوه ووئيل د سي پېك له مخې به صوبو كښې خاص اقتصادي زونز جوړولې شي چې ورسره به معشت وده وكړي او د روزګار موقعې به راپېدا شي۔