اسیاء کرکټ كپ (نن) په 15م ستمبر يو اے اي كښې پېل كېږي

اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د كال 2018 اسیاء کرکټ كپ نن په 15م ستمبر يو اے اي كښې پېل كېږي۔ د تفصيلاتو له مخې په 19م ستمبر به د روايتي حريفانو پاك و هند كركټ لوبډلو ترمېنځه مقابله كېږي۔ ون يونټ به د 15 نه تر 28 ستمبر په متحده عرب اماراتو كښې كېږي او په وړومبي ځل به 6 لوبډلې جام كښې برخه اخلي چې پكښې پاكستان٬ سري لنكا٬ هند٬ بنګله دېش او افغانستان نېغ په نېغه شامل دي او دغسې هانګ كانګ٬ ماليزيا٬ نيپال٬ اومان ٬ سنګاپور او په يو اے اي كښې به يوه لوبډله ون يونټ ته رسنه ترلاسه كوي۔ جام په دوه ډلو كښې وېشل شوې په ګروپ اے كښې پاكستان٬ هند او كواليفائي كوٶنكې ټيم٬ په ګروپ بي كښې بنګله دېش ٬ سري لنكا او د افغانستان لوبدلې دي۔ د جام پائيلوبه به په 28م ستمبر كېږي۔