ارينا سبالينكا د مېډرډ اوپن ټېنس ټورنامنټ وګټلو

مېډرډ 09 مئي (اے پي پي) د بېلا روس لوبغاړې ارينا سبالينكا د بريا لړۍ په ځائ ساتلو سره د مېډرډ اوپن ټېنس ټورنامنټ وګټلو. هغې د ټورنامنټ په پرېكنده لوبه كښې عالمي نمبر ون اېشلي بارټي ته ماتې وركولو سره ټورنامنټ ګټلے دے. په مېډرډ كښې د ډبليو ټي اے ټورنامنټ په فائنل كښې د بېلا روس عالمي نمبر فائيو ارينا سبالينكا د آسټراليا عالمي نمبر ون اېشلي بارټي ته ماتې وركولو سره ټائټل په خپل نوم كړو.