ارجنټائن كښې د كورونا وئارس ځپلو شمېره 30 لکھ47 زره نه زياته شوه

بیونس آئریس۔5مئی(اے پی پی) د ارجنټائن د روغتيا وزارت له مخې ارجنټائن كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس 26 زره 238 نوې كېسونه رپورټ شوي دي چې ورسره ګرد هېواد كښې د ځپلو شمېره 30 لکھ 47 زره 417 نه زياته شوې ده۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې چارواكو وئيلي دي ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس د لاسه د نورو 412 كسانو مړه كېدو نه وروستو د مړو مجموعي شمېره 65 زره 202 ته رسېدلې ده۔ بلخوا د دې رنځ نه تر دې دمه 27 لکھ 17 زره 458 كسان ښه شوي هم دي۔ د چارواكو له مخې ګرد هېواد كښې د كورونا وېكسين مخنيوي له تر دې دمه 83 لکھ27 زره751 وګړو ته وېكسين وركړې شوي دي۔