ابراهيم رئيسي د ايران نوے صدر وټاكلے شو

تهران۔19جون(اے پی پی) د ایران صدارتي ټاكنو كښې ابراهيم رئيسي كاميابي ترلاسه كولو سره د هېواد 8 مه صدر جوړ كړے شوے دے۔ د ايراني ابلاغ ذريعو له مخې نوي ټاكلي شوي صدر په صدارتي ټاكنو كښې ټول 17.8 ملین ووټونه ترلاسه كړل۔ دا خبره دې ښكاره وي چې نوي ټاكلي شوي ايراني صدر د كال 1979 ايراني انقلاب نه وروسته د هېود په مهمو چو كو پاتے شوے دے۔ دې په كال 2019ﺀ كښې د جوډيشري مشر هم غوره كړے شوے