په ماشومانو د جسماني تشدد مخ نوي بل منظوريدل خوشبينه دے ،د ماشومانو جسماني ، ذهني روزنې پشمول تعليمي صلاحيتونه به زيات شي، د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر

اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر په ماشومانو د جسماني تشدد مخ نيوي بل منظوريدل خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي دې بل منظوريدو سره به د ماشومانو جسماني او د ذهني روزنې پشمول تعليمي صلاحيتونه زيات شي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ څخه په ماشومانو د جسماني تشدد مخنيوي لپاره قانون سازي تاريخي ګرځولو سره اسد قيصر ووئيل سکولونو كښې د ماشومانو جسماني سزاګانو مخنيوي لپاره قانون سازۍ ته اړټيا وه۔ جسماني سزاګانو څخه د ماشومانو ذهني او جسماني روزنې پشمول تعليمي هلې ځلې هم ځپلې كيږي۔ نوموړي ګلوکار او سماجي کارکن او د وندګي ټرسټ مشر شهزاد رائے په ماشومانو جسماني تشدد مخنيوي لپاره هڅې د ستائنې وړ دي۔ د تشدد مخنيوي لپاره د قانون سازۍ عمل د بشري حقونو وزيرې شيريں مهرالنسا مزاري او د قامي اسمبلۍ غړي مهناز اکبر عزيز په زړه پوري كردار ترسره كړے