په كېنيا كښې په ټرافېكي پیښه كښې 15 تنه مړه او 14 ژوبل شوي

نيروبي 07 اپريل (اے پي پي) د كېنيا په مالندي سيمه كښې د مسافرو دوه بسونه خپلو كښې ټكر شوي چې په نتيجه كښې يې 15 تنه مړه او 14 ژوبل شوي دي۔ د چين خبري اژانس له مخې د كيليفټي كاؤنټي كمشنر كټسواولاكا مېډيا ته ووئيل چې دا پېښه په ممباسه ستره لار هغه مهال رامخې ته شوه كله چې دوه بسونه چې پكښې يو د ساحلي ممباسا ښار څخه ګيريسا او دوهم ممباسا ته روان وو٬د ګريسا په پلو تلونكې بس سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يې 15 تنه په ټكي مړه او 14 سخت ژوبل شول۔ د رېسكيو ډلو مړه او ژوبل شوي كسان نزدې روغتتون ته منتقل كړي دي