ريوډي جنيرو 07 اپريل (اے پي پي) د لاطيني امريكې په برازيل هېواد كښې كورونا وائرس له امله په يوه ورځ كښې ريكارډ د 4 زرو څخه زيات كسان مړه شوي دي۔ د امريكې ميډيا له مخې د دې نه پس په برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 3 لكه 37 زره څخه زياته شوې. دغسې په هېواد كښې د رنځورانو شميره يو كروړ 31 لكه ته رسيدلې۔ په برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د تيرو 24 ساعتونو په مهال ريكارډ 4195 كسان مړه شوي، په دې مهال د كورونا يو لكه 30 زره نوي كيسونه رامخې ته شوي۔ په برازيل كښې كورونا وائرس نوي كيسونو نه پس د مصدقه رنځورانو شميره 13106258 ته رسيدلې۔ د روغتيا وزارت چارواكو ووئيل هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو مجموعي شميره 337364 ده دغسې بيلو سيمو كښې دا مهال د كورونا وائرس 1209910 فعاله رنځوران دي۔ برازيل د روغتيا وزارت شميري له مخي هېواد كښې تر اوسه 11558784 څخه زيات د كورونا رنځوران ښه شوي