په انډونېزيا كښې د سېلاب په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره 124 ته رسېدلې

جكارته 07 اپريل (اے پي پي) په انډونېزيا كښې د سېلاب په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره 124 ته رسېدلې او 74 كسان لا هم بې دركه دي۔د انډونېزيا د قدرتي آفاتو د مخ نيوي ايجنسۍ وياند خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې د انډونېزيا په ختيز نوسانتګره ولايت كښې د سېلاب په نتيجه كښې 124 كسان مړه شوي او د طوفان او باران په پېښو كښې 129 كسان ژوبل شوي دي او 74 كسان لا هم بې دركه دي۔په طوفان او باران كښې د زرګونو په شمېر كورونو او ودانو ته زيان رسېدلې۔د ځپليو مرسته روانه ده