پاکستان او ترکيې په فلسطين د اسرائيلي جارحيت په ضد په ګډه غږ پورته كولو او رهنما اصول او تجويزونه مرتب كولو لپاره سلا كړې۔ اسد قېصر

APP55-170521 ISLAMABAD: May 17 – A group photo of Chief of United Group S.M. Munir, Chairman Iftikhar Ali Malik with newly elected President Zubair Tufail, Secretary General Zafar Bakhtawari and Secretary Information Mirza Ikhtiar Baig after attending the core committee meeting. APP

اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) پاکستان او ترکيې په فلسطين د اسرائيلي جارحيت په ضد په ګډه غږ پورته كولو او رهنما اصول او تجويزونه مرتب كولو لپاره سلا كړې ده۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د تركيه خپل همڅنګ مصطفي سينتوپ سره ټېلي فوني تماس نيولې او د خبرو اترو په مهال دواړو مشرانو اسرائيلي جارحيت په ضد په ګډه غږ پورته كولو لپاره سلا كړې۔ په دې موقع سپيكر اسد قېصر ووئيل چې په سختو ټكو په غزه د اسرائيلي بريدونه غندنه كوٶ۔ ده ووئيل په ورژه او واړه اختر كښې په فلسطينيانو د تشدد كاروائۍ غېر انساني فعل دې چې څومره ئې غندنه وكړې شي كمه ده۔ په دې موقع سپيكر اسد قېصر د تركيه خپل همڅنګ ته د او آئي سي د پارلماني تنظيم په غونډه كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه او وې وئيل چې د تركيه په اسلامي هېوادونو كښې كردار ډېر اهم دې مونږ له به په ګډه رهنما اصول او تجويزونه مرتب كول وي