
اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره پاكستان كښې د قطر سفير شېخ سعود بن عبدالرحمان بن فيصل الثاني د جمعې په ورځ ملقات كړے او په قطر كښې د امير شېخ تميم بن حمد الثاني لخوا وزيراعظم ته ئې د نيكو هيلو پېغام ورسولو۔د وزيراعظم مېډيا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د تجارت٬سرمايه كارۍ او توان پشمول په بېلو څانګو كښې د پاكستان او قطر اړيكې لا مضبوطولو په اهميت زور راوړو۔وزيراعظم په لويه شمېره د پاكستانو وګړو په كوربتوب كولو د قطر كردار هم وستائېلو۔ده ووئېل پاكستان او قطر فعاله دوه اړخيزه٬سياسي او معاشي اړيكې لري۔