هند كښې د كورونا وائرس له امله يو لكهه 26 زره څخه زيات نوي كيسونه رامخي ته شوي، 685 كسان مړه شول

نوې ډيلے 08 اپريل (اے پي پي) هند كښې د كورونا وائرس له امله يو لكه 26 زره څخه زيات نوي كيسونه ريكارډ كيدو نه پس د ځپليو شميره يو كروړ 29 لكهه 26 زره څخه زياته شوې ۔د زيارت په ورځ د هند ميډيا له مخي د كورونا وائرس كيسونو كښې تر تشويشناك حد اضافه روانه ده او د وائرس يو ځل بيا په تندۍ سره خپريږي، هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه يو لكه 66 زره 892 كسان مړه شوي۔هند كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 126789 څخه زيات نوي كيسونو ريكارډ شوي ، په دې مهال 685 كسان مړه شوي۔هند كښې د كورونا وائرس مجموعي ځپليو شميره 12926061 ده دغسې د فعاله كيسونو شميره 910264 ده۔ د هند د روغتيا وزارت له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 166892كسان مړه شوي۔هند كښې په مجموعي توګه د كورونا وائرس ځپلے شوي 11848905كسان ښه شوي دي