هند، د رواني اونۍ په مهال په دويم ځل د كورونا وائرس كيسونو شميره د يو لك څخه زياته شوې

نوې ډيلے 07 اپريل (اے پي پي) په هند كښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال كورونا وائرس يو لك 15 زره 736 نوي كيسونه رامخې ته شوي۔ د چين خبر رسني اداري له مخې د هند د روغتيا وزارت جاري كړې شوي شميرې له مخې د روانې اوونۍ په مهال په دويم ځل په هند كښې د كورونا وائرس كيسونو شميره د يو لك څخه زياته شوې۔ د تيرو 24 ساعتونو په مهال هند كښې كورونا وائرس له امله 630 كسان مړه شوي،دې نه پس د مړو شميره د 16 لكه 62 زره 8 ته رسيدلې۔ هند كښې تير كال كورونا وائرس خپريدو نه پس تر اوسه يو كروړ 28 لكه يو زر 785 كسان ځپلې شوي۔ هند كښې كورونا وائرس د ښه شويو كسانو شميره يو كروړ 17 لكه 92 زره 135 ته رسيدلې