مېكسيكو سټي 08 اپريل (اے پي پي)مېكسيكو سټي كښې د كورونا وائرس له امله د تېرو 24 ساعتو په مهال د نورو 613 كسانو د مرګ نه پس د مړو شوو مجموعي شمېره 2 لكه 5 زره 598 ښودلې شوې۔د زيارت په ورځ د امريكې ابلاغ ذريعو له مخې د مېكسيكو روغتيا وزارت له مخې په دې مهال د كورونا وائرس 5370 نوې كيسونه رپورټ شوي ٬ دې نه پس په هېواد كښې د كورونا ځپليو شمېره 2261879 ته رسېدلې۔په مېكسيكو كښې د كورونا وائرس فعاله ځپليو شمېره 257624 ده۔د روغتيا وزارت وئېلي دي په هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شوو مجموعي شمېره 205598 ته رسېدلې۔په مېكسيكو كښې تراوسه د كورونا وائرس له امله ځپلي 1798657 كسان صحت مند شوي۔په مېكسيكو كښې تراوسه 96 لكه 75 زره څخه زياتو كسانو ته د كورونا وائرس مخ نيوي ويكسين لګولې شوي دي