مصر سره د سفارتي اړيكو په بحال كېدو ترك پلاوې قاهرې ته ورسېد

قاہرہ۔4مئی (اے پی پی) د تركيه او مصر ترمينځه د اړيكو بحالۍ په لړ كښې اولنۍ سركاري دوره پېل شوې ده۔ د ترک دوهم خارجه وزير سیدات اونال په مشرۍ كښې يو پلاوې قاهرې ته رسېدلې دے۔ امكان دے چې قاهره كښې د پاتې كېدو په مهال به دا پلاوې د السېسي حكومت په ځينو نمائندګانو مشتمل پلاوي سره ملاقات وكړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د تركيه او مصر ترمينځه د اړيكو بحالۍ له هڅې تندې كړې شوې وې۔ خارجه وزيرمولود چاؤش اولو په 12 مارچ يو بيان كښې مصر سره د اړيكو بحالۍ اشاره وركړې وه او دغې نه وروسته د اپرېل په 10 مه نېټه هغه خپل مصري همڅنګ سمیح شکری ته د ټېلېفوني تماس نيولو د لارې د روژې مباركي وركړې وه۔