رياض 07 اپريل (اے پي پي) سعودي عرب كښې د كورونا وائرس د 800 نويو كيسونو تصديق شوے۔ د سعودي نشرياتي ادارې د روغتيا وزارت په اړه ووئيل چې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا 792 نوي رنځوران رامخې ته شوي او 467 كسان د وائرس څخه ښه شوي دغسې نور 7 رنځوران مړه شوي دي. د دې نه پس د مړو شميره 6 زره 711 ته رسيدلې۔ وزارت ووئيل ټول هېواد كښې د كورونا ايكټيو كيسونو شميره 6 زره 668 ته رسيدلې چې پكښې د 846 رنځورانو حالت نازك دے۔ د روغتيا وزارت له مخې تر ټولو زيات د كورونا رنځوران په رياض ريجن كښې رامخې ته شوي۔