جوهانسبرګ۔4 اپرېل(اے پی پی) د پاكستان او سوئيلي افريقا كركټ لوبډلو ترمينځھ د درې يو ورځني مېچونو سيريز درېم ٬ وروستې او پرېكنده مېچ به د روانې اپرېل مياشتې په 7 مه نېټه سنچورين كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ سيريز 1-1 سره برابر دے۔ په اولني مېچ كښې پاكستان سوئيلي افريقا ته په درې وكټونو او په دويم مېچ كښې سوئيلي افريقا پاكستان ته 17 رنزونو سره ماتې وركړې۔ درېم او پرېكنده مېچ كښې د دواړو لوبډلو ترمينځھ د سختې مقابلې امكان دے