د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد سره د پينډۍ هائيكورټ بار صدر وليدل، د وكيلانو مسائلو څخه ئې خبر كړو

پينډۍ 04 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد سره د پينډۍ هائيكورټ بار صدر سردار عبدالرازق ايډووكيټ ليدلي دي او هغه ئې د وكيلانو د مسائلو څخه خبر كړے او د پينډۍ هائيكورټ بار كښې د وكيلانو او د هغوي د كورنيو لپاره ئې د پاسپورټ آفس جوړولو خواست كړے ۔ په دې د كورنيو چارو وزير پاسپورټ آفس لپاره د پراسيس پيل كولو باور وركړو۔ سردار عبدالرازق په پينډۍ كښې جوړيدونكې لائرز روغتون لپاره هم د وزيراعظم څخه د خصوصي ګرانټ منظورولو له د خپل كردار ترسره كولو غوښتنه وكړه په دې د كورنيو چارو وزير د وكيلانو غوښتنه وزيراعظم ته رسولو او خپل كردار ترسره كولو له باور وركړو