رياض 03 مئي (اے پي پي) په سعودي كښې د پاكستان سفير لېفټېننټ جنرل ﴿ر﴾ بلال اكبر او په پاكستان كښې د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي ترمېنځه د ګل په ورځ په رياض كښې ملاقات شوے . د ملاقات په مهال د وزيراعظم عمران خان لخوا د سعودي متوقع دورې د تيارې په چارو خبرې وشوې. په رياض كښې د پاكستان سفارت ټويټ له مخې د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو سفيرانو د دوستې او اقتصادي اړيكو په لا مستحكمولو صلاح يوه شوې .