د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان سره د وزيراعظم د قامي سلامتيا چارو خاص مرستيال معيد يوسف ملاقات

اسلام آباد 08 اپريل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان سره د وزيراعظم د قامي سلامتيا چارو خاص مرستيال ډاكټر معيد يوسف د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې ملاقات كړے. د ملاقات په مهال د قامي سلامتيا په چارو او په خاص توګه د اقتصادي امنيت په چارو او په قبائيلي ضلعو كښې د امن او امان په مجموعي صورتحال تفصيلي خبرې شوي . د ملاقات په مهال ګورنر د وزيراعظم خاص مرستيال معاشي امنيت باوري كولو لپاره د بېلا بېلو موقعو د استعمال او تجويزونو نه خبر كړے