د اقتصادي چارو وزارت به د روزګار موقعې زياتولو او د پټو نه تر منډيانو د سړكونو جوړولو لپاره د فنډ انتظامات ته پام لرنه كوي. عمر ايوب خان

اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي دي د اقتصادي چارو وزارت به د روزګار موقعې زياتولو او د پټو نه تر منډيانو د رابطه سړكونو جوړولو لپاره د فنډ انتظاماتو ته پام لرنه كوي. ده دا خبرې د خزانې وزير شوكت ترين سره د ملاقات كولو نه پس په خپل ټويټ كښې وكړې. ده ووئيل ده په بهرنې مرسته د روانو پروژو په اړه د خزانې وزير شوكت ترين په اعتماد كښې اخستے دے. ده ووئيل پروژې ترسره كولو لپاره به د يوې ډلې په صورت كار كوو. ده ووئيل اقتصادي بحالي زمونږ هدف دے