امريكې غريبو هېوادونو له د كورونا ويكسين 50 كروړه خوراكونه وركولو له لوظنامه لاس ليك كړه

واشنګټن 10 جون (اے پي پي) امريكې غريبو هېوادونو له د كورونا ويكسين 5 سوه مليونه خوراكونه عطيه كولو لپاره په لوظنامه لاس ليك كړے۔د المان خبر رسني ادارې له مخي امريكا به غريبو هېوادونو له د كورونا ويكسين 5 سوه مليونه خوراكونو عطيه كوي ٬ په دې لړ كښې وائټ هاؤس او د المان او امريكې د داروګانو جوړونكو ادارو فائزر او بائيو اين ټيك په يو دستاويز باقاعده لاس ليك كړے۔ د امريكې ميډيا رپورټس له مخي په سركاري توګه به امريكا دا اعلان د صدر جو بائيډن انګلينډ كښې (نن) د جمعي په ورځ په پيل كيدونكې دري ورځني جي سيون سمټ كښې كوي