واشنګټن۔4 مئی(اے پی پی) امريكا كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره 3 كروړه 32 لكه 30 زره نه زياته شوې ده۔ د نهې په ورځ د امريكا د ابلاغ ذريعو له مخې ګرد هېواد كښې د دې وائرس د لاسه د مړو شمېره 5 لکھ91 زره 5 سو نه زياته شوې ده۔ امريكا كښې د كورونا ځپلو مجموعي شمېره 33230561 او د فعاله رنځورانو شمېره 6729654 ته رسېدلې ده۔ امريكا كښی د دې وائرس دلاسه تر دې دمه په مجموعي توګه591514 كسان مړه شوي دي۔ بلخوا ګرده نړۍ كښې د دې وبا د لاسه د مړو شمېره 32 لکھ27 زره نه زياته شوې ده۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې امريكا كښې د دې وبا نه تر دې دمه 25909393 كسان ښه شوي هم دي۔ امريكا كښې خلكو ته د دې وائرس نه بچ كېدو له تر دې دمه 24 کروړه 55 لکھ نه زيات خوراكونه وركړې شوي دي