ازبكستان سره په ټولو څانګو كښې اړيكو ته وده وركولو ته اړتيا ده

اسلام آباد۔23فروری (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان ازبكستان سره خپلو اړيكې زياتې مهمې ګڼي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه سياست ٬ تجارت ٬ معيشت او د كلتور په شمول د شريكې ګټې په ټولو څانګو كښې مرستې ته لا وده وركولو ته اړتيا ده۔ هغه دا خبرې ازبكستان لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير سره د نهې په ورځ ملاقات كښې وكړې ۔ هغه ووئيل په دوه اړخيزه مهمو چارو ٬ سيمه ايز صورتحال او په نورو چارو به خبرې كول وي۔ صدر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلې دورو ٬ د پارليماني پلاويو تګ راتګ او د بېلو وزارتونو ترمينځه رابطو ته اړتيا ده۔ هغه په نومولي شوي سفير زور راوړو چې هغه د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي او معاشي اړيكو ته وده وركولو ٬ ازبكستان كښې د پاكستانو مصنوعاتو ٬ داروګانو او د خذمات برآمدات زياتولو له كار وكړي۔ صدر زياته كړه چې نومولے سفير دې پاكستان كښې د سېلګرۍ ودې له او ازبكستان سره كلتوري تړون لا مضبوطولو له هم خپل كردار ترسره كړي