ارجنټائن د كورونا وائرس كيسونو زياتېدو نه پس كرفيو ولګوله

بيونس آئرس 08 اپريل (اے پي پي) د ارجنټائن صدر البرټو فرنينډس د كورونا وائرس كيسونو پرله پسې په دويمه ورځ د زياتېدو نه پس د درېو اوونيو لپاره د شپې د كرفيو نافذولو اعلان كړے۔ د فرانس ميډيا له مخي د ارجنټائن صدر د خپل كور څخه چرته چې هغه پخپله د وائرس له امله قرنطينه دے ،ريكارډ شوي پيغام كښې وئيلي دي د جمعې ماښام 6 بجو نه تر 30 اپريل به كرفيو نافذ وي۔ ده ووئيل كرفيو به د ښار زيات خطر لرونكو هېوادونو او په خاص توګه شهري مركز كښې وي ۔ په دې مهال به بارز او ريستوران د شپې په 11 بجې بند وي۔ د ارجنټائن د روغتيا وزارت ووئيل د تيرو 24 ساعتو په مهال ريكارډ 22،039 نوي كيسونه تصديق شوي۔د رپورټ له مخي ارجنټائن پايه تخت بيونس آئرس ميټروپوليټن سيمه كښې تازه 13،500 كيسونه تصديق شوې دي