‏ امريكا٬ شكاګو كښې ډزې ٬ 7 كسان مړه شول

شکاګو۔1دسمبر (اے پی پی) د امريكائي ايالت اېلينوے شكاګو ښار كښې د ډزو پېښې په نتيجه كښې 7 كسان مړه شوي۔ د اي بي سي نيوز رپورټ له مخې پوليس وئيلي دي په شكاګو كښې رامخې ته شوې د ډزو دې پېښه كښې تر دې دمه لږ تر لږه 7 كسان مړه او 16 ژوبل شوي۔ د شمېرو نه دا معلوميږي چې په شكاګو كښې د روان كال په مهال د رامخې ته شوو دې ډول پېښو كښې تر اوسه 3159 كسان مړه شوي او دغسې د تېر كال 2019ﺀ په مقابل كښې د 1219 مرګونو اضافه شوې۔د امريكې په بېلو سيمو كښې هر كال د ډزو په نتيجه كښې د زرګونو په شمېر كسان مري يا ژوبل كېږي۔ د سركاري شمېرو له مخې امريكا كښې خلقو سره نزدې 2 لکه 70زره نه تر 3 لكه وسله موجوده ده۔ شو۔