په چين كښې د پاكستان سفير معين الحق د خپلواكه سيمې ګوانګسي ژيانګ ګورنر لان تيانلي سره ملاقات

اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) په چين كښې د پاكستان سفير معين الحق د نهې په ورځ د چين د خپلواكه سيمې ګوانګسي ژيانګ ګورنر لان تيانلي سره ملاقات كړے. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د پاكستان او ګوانګسي ترمېنځه د معاشي او تجارتي مرستې په چارو خبرې شوي. پاكستان د چين اسيان په اېكسپو كښې د خاص شراكتدار په توګه ګډون كوي كوم چې په ګوانګسي كښې كېږي. د ګوانګسي ګورنر پاكستان سره په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې په لا مستحكمولو خبرې كړي . ګورنر ووئيل ده په اېكسپو كښې د پاكستان د پوېلين دوره كړې او د مصنوعاتو د معيار نه ډېر متاثره شوے. د پاكستان سفير هغه په فري ټرېډ زون كښې د پاكستان د مستقل پوېلين جوړولو د تجويز نه هم خبر كړو.