په مېكسيكو كښې د كورونا وائرس كېسونه د 11 لكو 56 زرو څخه زيات شوي

مېكسيكو سټي 05 دسمبر (اے پي پي) په مېكسيكو كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 12127 كېسونه رپورټ شوي دي او د دې نه پس په هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو كسانو ټوله شمېره د 1156770 څخه اوړېدلې.د چينائي مېډيا له مخې د مېكسيكو د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې په هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا په وبا كښې نور 690 كسان مړه شوي دي او دې سره په ټول هېواد كښې د كورونا په وبا كښې د مړو كسانو شمېره 108863 ته رسېدلې.