په برتانيه كښې د كورونا وائرس په وباﺀ د 59 زرو نه زيات كسان مړه شوي

لندن 02 دسمبر (اے پي پي) په برتانيه كښې د كورونا وائرس په وباﺀ كښې د 59 زرو نه زيات كسان مړه شوي. د برتانيې مېډيا له مخې د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي د تېرو 24 ساعتو په مهال په برتانيه كښې د كورونا په وباﺀ كښې نور 603 كسان مړه شوي او د كورونا وائرس نور 13429 كېسونه رپورټ شوي. په دې هېواد كښې د كورونا وائرس د ځپليو ټوله شمېره 1643286 ده. په برتانيه كښې په دې وباﺀ كښې تر اوسه 59051 كسان مړه شوي. د چارواكو له مخې په هېواد كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 1583255 ده.