په برازيل كښې د كورونا وائرس په نتيجه كښې د مړو كسانو مجموعي شمېره 175964 ته رسېدلې

برازيليا 05 دسمبر (اے پي پي) په برازيل كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا په وبا كښې نور 694 كسان مړه شوي دي او دې سره په برازيل كښې د كورونا وائرس په نتيجه كښې د مړو كسانو مجموعي شمېره 175964 ته رسېدلې. د چينائي مېډيا له مخې د روغتيا وزارت چارواكو مېډيا ته وئيلي دي چې په هېواد كښې د كورونا وائرس نور 46884 كېسونه رپورټ شوي دي. د دې نه پس په برازيل كښې د كورونا ځپليو ټوله شمېره 6533968 ته رسېدلې. د كورونا په وبا كښې د مرګونو په لحاظ د امريكې نه پس برازيل په دوهم نمبر او هند په دريم نمبر زيات ځپل شوے هېواد دے.