په المان كښې د كورونا كېسونو شمېره د 11 لكه 53 زرو څخه زياته شوې

برلن 05 دسمبر (اے پي پي) په المان كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 23318 كېسونه رپورټ شوي دي او دې سره په دې هېواد كښې د كورونا كېسونو شمېره د 11 لكه 53 زرو څخه زياته شوې. د چينائي مېډيا له مخې د المان د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې په المان كښې د كورونا ځپليو ټوله شمېره د 1153556 څخه زياته شوې. په دې وبا كښې په هېواد كښې نور 483 كسان مړه شوي دي او د مړو شويو كسانو ټوله شمېره 18517 ته رسېدلې. د چارواكو له مخې حكومت په هېواد كښې د دسمبر تر 20مه نېټه د جزوي لاك ډاٶن پراخا كولو پرېكړه كړې.